په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په مناسبت د تېرو څو ورځو راهيسې په دولتي او ولسي کچه چمتووالی روان دی.
بلخوا د افغانستان حکومت وايي، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړهلیکونه لاسلیکوي، چې یو یې له افغان حکومت او بل له طالبانو سره دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان پر تورخم افغان سوداګرو ته ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د خونې سرپرست خان جان الکوزي مشال راډیو ته وویل، د تورخم لار لا د ۲۴ ساعته سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستل شوې.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د لوظنامې په اړه ډېرې وېرې موجودې دي او ویل کېږي چې له افغانستانه د وتلو په منډه کې امریکا طالبانو له ډېر رعایتونه ورکړي دي
ځينو څارونکو اندېښنه ښوولې چې دا مسئله ښايي په افغانستان کې د امريکا د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د یوې با عزته او دایمي سولې د تړون لپاره سخت زیار باسي.
د یو شمېر نورو ملکونو په څېر په افغانستان کې هم د اګست پر ۱۱مه د اختر لومړۍ ورځ ونمانځل شوه. په ننګرهار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابيرنیول شوي وو.
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس د لوی اختر په مناسبت په پيغام کې د سولې د ټينګښت په اړه هیله څرګنده کړې ده.
سوله راتلونکې ده، هغه سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپله خوښه یې غواړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت چې په ټولې نړۍ کې
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په تېره یوه مياشت کې يې د ډاکټر او تجارانو هغه دولس تنه تهدیدونکي نيولي چې دوی ته به يې د ټېلېفون له لارې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګوني ګواښونه کول او نور جنايي او ترهه ګریز فعالیتونه يې تر سره کول.
زاهد نصرالله خان د اګست پر اتمه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې د هند دغه ټول تصامیم ناسم اعلان کړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د اګست اوومې په موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته