د افغانستان حکومت وايي چې تر راتلونکو دوو اونیو به یې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې اترې پیل شي.
د جولای پر۲۶مه په خوست کې د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو کار پیل شو.
افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټېلېفوني خبرو کې هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې هڅې باید چټکې شي.
د جولای پر ۲۵مه په خوست کې د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل، لومړی سهار له زړو مکروریانو سره نېږدې په ملي بس څلور لاره کې ځانمرګی برید وشو.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، د افغانستان راتلونکي انتخابات باید ټولشموله واوسي او طالبان هم باید پکې برخه واخلي.
د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او له ډیپلوماتیکو او دولتي لارو یې له واشنګټنه په دې اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.
د پکتیا له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیز الله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم
د کابل پوهنتون کې د جولايي په ۱۹مه، چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۳ ژوبل شوي دي. د کابل چادونه مخکې د جولای پر ۱۸مه، په کندهار کې په دوو موټر بم بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۹۰ ژوبل شول.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د چاودنې له امله دوو موټرو اور اخیستی او پولیسو دویم بم چې د چاودنې سیمې ته نېږدې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې احتمالي هوکړه، د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو اغېز نهلري او دا انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.
د افغانستان په لوګر ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د جولای پر ۱۵مه مازدیګر د مرکز اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته