په ننګرهار کې نن شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په همغږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په دې برخه کې په یو نظر دي.
خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ خاورینه جنګي کلا تر اوسه هم ویجاړه پاته شوې او د حکومتي مسوولینو د مکررو ژمنو سره سره يې هم بیارغونه نه ده پیل شوې.
د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، پاکستان له افغان مشرتابه سره هوکړه کړې چې تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به خپل فضايي حدود د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.
د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، هيله ده چې د سولې خبرو په راتلونکې پړاو کې له امريکا سره يوې موافقې ته ورسيږي.
د امریکا د کانګرس شاوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.
د افغانستان په کندهار کې کروندګر په رېبلو بوخت دي خو دا لوونه د غنمو نه بلکې د کوکنارو دي. د ملګرو ملتونو جنايتونو او مخدره موادو ادارې ترمخه په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زیات غيرقانوني کوکنار کرل کېږي.
په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت وايي، غړي یې طالبانو نه وو تښتولي، بلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته له هغوی سره د خبرو لپاره تللي وو.
د جون پر شپږمه د خوست ولایت چارواکو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو له ماشومو یتیمانو سره د اختر درېیمه ورځ یو ځای ولمانځله.
د خوست دیني عالمان، قومي مخور او د ولایتي شورا غړي په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي، چې جګړه بس کړي، اوربند دې وکړي او لدې لارې دې د بین الافغاني خبرو اترو لپار زمینه برابره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر دویمه له خپل پلاوي سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته