د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د مې پر ۲۲مه د افغانستان د سولې په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي.
خوست کې پولیسو په جرمونو ککړ شل تورن کسان له پنځلس توپنچو او کلاشینکوفونو او له یوه اندازه نشه يي توکيو سره نیول شوي دي.
د خوست حکومتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کتاب لوستنې د فرهنګ د دودولو په خاطر عامه کتابتونونه جوړوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مې پر ۱۹ په یو بیان کې ویلي، مارکس پوتڅل د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدلغني برادر سره
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکوي چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لار هواره کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش ډلې يوه ۱۴ کسیزه کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او د پاکستان له پنجاب سره تعلق لري
امریکايي چارواکو او طالبانو د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې وايي، پنټاګون غوښتل د طالبانو مرکچیانو ته د قطر د خبرو پرمهال د سفر لګښتونه ورکړي.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د محمد آغا ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یې د کابل -لوګر د لویې لارې د امنیت لپاره یوشمېر نوې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو په سېشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه له کابل حکومت سره په ولسي برخه کې کېدونکیو امریکايي مرستو ته بیا کتنه په یوه ګډه غونډه کې پیل کړې.
د خوست ښار د متون غونډۍ په کورونو کې د وسلوالو مخالفینو د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو یو ډيپو او په تور يې درې کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د شهیدانو په نوم ښارګوټي د مې پر دولسمه نېټه پرانستل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې چاودنه د مې پر ۱۲مه مازیګر مهال، د یوه مقناطیسي بم له کبله شوې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته