د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې چاودنه د مې پر ۱۲مه مازیګر مهال، د یوه مقناطیسي بم له کبله شوې
د مې پر ۱۲مه، د خوست ښار دوکاندارانو او کاروباریانو د ولایتي ادارې او د ښاروالۍ ریاست د چارواکو لخوا د دوکانونو د اوسپنې څادرو څخه د جوړو سیورو (سایه بان) د ماتولو په اعتراض کې ښار تړلی دی.
په ننګرهار ولایت کې څلور نیم زره بې وزله کورنیو سره د سعودي عربستان په مرسته د یو میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. چارواکي له دې مرستو خوشاله دي خو وايي، په کار ده چې سعودي نوري بنیادي مرستې هم به افغانستان کې وکړي.
د افغانستان د پکتیکا چارواکي وايي ، هلته د مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید لږ تر لږه لس مشکوک وسله وال وژلي دي.
د امریکا دفاع وزارت به یو اعشاریه پنځه ميلیارده ډالر چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ګډون د یو شمېر پروژو لپاره ځانګړي شوي وو، له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېواله پر جوړولو ولګوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهر نو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.
يو لوړپوړي افغان چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مې د مياشتې په آخرو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.
د روژې له پیلېدو سره سم په قطر کې د امريکايي مرکچيانو او طالب استازيو ترمنځ روانې خبرې اترې وځنډېدلې.
د مې پر څلورمه، د خوست د مرکز اړوند متون او شمل همدارنګه د صبریو او باک په ولسوالیو کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ، د سولې د یو پروسې حتمي نتیخه دا وي چې ټولې غاړې وسلې کښېږدي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي ، پاکستان ته پېغام ورکوي چې په افغانستان کې له سولې وروسته به یې ډالۍ دومره لویه وي چې د پاکستان اقتصاد به ورسره وده وکړي.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته