د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهر نو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.
يو لوړپوړي افغان چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مې د مياشتې په آخرو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.
د روژې له پیلېدو سره سم په قطر کې د امريکايي مرکچيانو او طالب استازيو ترمنځ روانې خبرې اترې وځنډېدلې.
د مې پر څلورمه، د خوست د مرکز اړوند متون او شمل همدارنګه د صبریو او باک په ولسوالیو کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ، د سولې د یو پروسې حتمي نتیخه دا وي چې ټولې غاړې وسلې کښېږدي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي ، پاکستان ته پېغام ورکوي چې په افغانستان کې له سولې وروسته به یې ډالۍ دومره لویه وي چې د پاکستان اقتصاد به ورسره وده وکړي.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او کومانډويي عملیاتو کې د کوټي شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي دي.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغان امن بهیر کې د اندونيزيا د ملاتړ ستاينه وکړه.
د سېشنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال احمدشاه د وژنې د لومړي تلین د لمانځ غونډې ګډونوالو وویل، هېڅوک نشي کولی د ژونو او ګواښونو په واسطه پدې هېواد کې د بیان ازادۍ مخه ونیسي.
د جرګې امنیت لپاره په کابل کې یوه اوونۍ عمومي چوټي اعلان شوې او ځای پر ځای امنیتي پوستي جوړې شوې دي چې د ځېنو خلکو
بنديانو په زندان کې د کتابتون د جوړولو اقدام ستايلی او د دې لپاره د مطالعې د خونو جوړولو غوښتنه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته