د اپرېل پر ۲۵مه ماسپښین مهال د خوست ګڼو قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د مشورتي لويې جرګې د ملاتړ تر څنګ هیله وښوده چې د جرګې ګډونوال به په خپلو کې د بحثونو او سلا مشورو له لارې تلپاتې او باعزته سولې ته لارې چارې ومومي.
د ملي امنیت سلاکار د اپرېل پر ۲۵مه په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي او له هندي سفیر وېنې کمار سره خبرې وکړې.
د اپرېل پر ۲۵مه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په هغو سيمو کې يې د ښوونځيو د پرانیستو هڅې پیل کړي. چې په تېرو څو کلونو کې د بد امنيو له امله بند پاتې وو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره تر اوسه جدي ګامونه نه دې اخیستل شوي.
د الفتح او خالد په نومونو د اعلان شویو عملیاتو پر ضد د دیني عالمانو او قومي مشرانو دا غونډه د اپرېل په ۲۳مه نېټه په جلال اباد ښار کې تر سره شوه چې په لسګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.
ځوانانو او فعالانو زیاتوله، اوس تر ډېره ځوانان چې په ترکیب کې يې ښځې او نجونې هم شاملې دي، د کتاب لوستنې په اهمیت پوۍ شوي او هڅه کوي، چې لږ تر لږه په یوه برخه کې مسلکي زده کړې ولري.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر۲۲مه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې رسمي سفر کې افغانستان ،هند ، پاکستان ، قطر، روس او انګلستان ته ځي.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د اپرېل پر ۲۲مه يې د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند دوبندي سیمه کې ۷۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکي چې په یو پیکب ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول، د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
د افغانستان په لوګر کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او عامو اوسېدونکو په قطر کې د سولې په تړاو د خبرو په لغوه کېدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې په خپلو کې خبرې اترې وکړي.
مايک پومپیو دا څرکندونې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه له افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته