د افغانستان طبعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.
د افغانستان حکومت د اپرېل پر ۱۶مه د هغو کسانو نوملړ خپور کړ چې په قطر کې به د طالبانو د سیاسي استازو سره د خبرو لپاره ځي.
د خوست ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور یې څلور کسان نیولي دي.
ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر...
د اپریل پر ۱۴مه، په مندوزیو سیمه کې د اولس په خپل مالي ملاتړ او بسپنو د یو لوی فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
زلمي خلیلزاد د اپریل پر ۱۲مه ماسخوتن پر ټوېټر لیکلي چې دا د طالبانو "بېباکي" او د ټولو افغانانو د سولې د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګندوي.
د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست ولایتي شورا غړو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې مشورتي لويې جرګې ته يې د رڼو ټاکنو له لارې په ټولو لیرې او نږدې ولسوالیو کې استازي ورپيژندلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډیو او افغان اسلامي اژانس ته تایید کړې ده چې د امنیت شورا په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ډلې
زما په فکر، خلک او نوی نسل له طالبانو سره د سولې پلویان دي او دې ته خوشاله دي چې طالبان په نظام ورګډ شي.
د اپریل پر نهمه د خوست شاوخوا څلور سوه قومي مخورو، دیني عالمانو او روڼ اندو د یوې غونډې له لارې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، که سولې ته رښتیني ژمنتیا لري، نو د یو بل پر وړاندې دې له ماشو ګوتې لیرې کړي.
په داسې حال کې چې د راپورونو ترمخه، راتلونکې اونۍ امريکايي او طالب استازي بيا مذاکرات پېلوي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وياند هارون چخانسوري وايي دوی ته موقتي حکومت د منلو وړ نه دی ځکه چې په اساسي قانون کې نشته.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست هیله څرګندوي چې د قطر راتلونکې ناسته چې د افغان حکومت استازي، سیاستوال او طالب پلاوي پهکې ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته