په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د قطر په پلازمينه دوحه کې بیا پیل شوې دي.
د افغانستان ولسمشر د خيريه کارکوونکي، ډاکټر ټيټسو ناکامورا له لور او مېرمنې سره په کتنه کې د هغه مړينه يوه غميزه بللې ده.
د دسېمبر پر شپږمه د خوست ښار د سبزي منډيي لوري کې نوی جوړیدونکی څلور لاری د ولایتي ادارې لخوا د بشرپال جاپاني، ډاکټر تېڅو ناکامورا په نوم ونومول شو.
نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان په ننګرهار کې د جاپان د مرستندویه موسسې د رئیس تېڅو ناکامورا وژل کېدو ته ډېر پام اړولی دی.
د ډاکتر ناکامورا د خیریه بنسټ د یوه استازي له خولې ویلي چې د ناکامورا میرمن، مشره لور او د هغه مرستندویه ټولنې چې ناکامورا ورته کار کاوه درې غړي د جمعې په سهار کابل ته تللي، چې د هغه ډاکتر مړی یوسي.
د ننګرهار چارواکي وايي، د تېرې یوې اوونۍ په دوران کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ۱۸۰ تنه داعشیان تسلیم شوي چې ۹۴ تنه په کې جنګيالي دي او پاتې يې ښځې او ماشومان دي.
''ناکامورا به په کېږدیو کې د یبلو ماشومانو تصویرونه اېستل، جې د ځښلو اوبه نه لري بیا به یې جاپانیانو ته ښودل او بې وزله افغانانو ته به یې چندې راټولولې.''
ناکامورا په پېښور کې د هغو افغان کډوالو درملنه کوله چې په ۱۹۷۹ز کال کې یې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وجې کډوال شوي ول.
ډاکتر ناکامورا له کلونو راهیسې په ننګرهار کې د کرهڼې او اوبه خور پروژې مخته وړلې چې په ښو خدمتونو ورته ولسمشر اشرف غني د افغانستان وګړتوب هم ورکړی وو.
خبري اژانس لیکي چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې بریالي عملیات ترسره کړي او چارواکیو دغه سیمه د اسلامي دولت وسله والو نه پاکه ګرځولې ده.
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د لسګونه نورو غړو د تسلیمېدو خبر ورکوي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي برخې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي ، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېواله دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته