طالبانو دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې باور ښودلی وو چې طالبان به په اور بند سلا شي.
د پکتیکا په خیرکوټ او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه، دېرش بستریز روغتون، دوه استنادي دیوالونو او یو خامه سړک د جوړولو کارونه پیل شول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د روان لمریز کال په اولو اوو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ بېلا بېلې قضیې ثبت کړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د قانون پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولای.
د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو.
د کورنیو چارو وزارت په یکشنبه تایید کړه چې یو بهرنی وګړی د یکشنبې ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګرو ملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو.
د مخکینو خلکو په خبره ممکنه ودانیزې چارې يې د محمدنادرشاه د سلطنت پر مهال پيل شوي او تر لسو کلونو ډېره موده يې نیولې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوربند په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیل مخکې مهم شرط بللی او د سولې په بهیر کې یې د افغان حکومت پر مخکښ رول ټینګار کړی.
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.
د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو، نن خوشي کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو د خوشې کولو پر راتلونکو پړاوونو د غور په اړه خبرې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته