د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوربند په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیل مخکې مهم شرط بللی او د سولې په بهیر کې یې د افغان حکومت پر مخکښ رول ټینګار کړی.
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.
د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو، نن خوشي کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو د خوشې کولو پر راتلونکو پړاوونو د غور په اړه خبرې کړي.
د نظامي عملیاتو د څرنګوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښې همغږۍ او ولسي پاڅون کوونکو د همکارۍ په پایله کې په ننګرهار کې د داعش ملا ماته شوې او د دغې ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانو سره تسلیم شوي دي.
يوه څېړنه وايي، په ۲۰۱۷ ز کال کې ککړې هوا تر ۲۶۰۰۰ زيات افغانان وژلي دي چې په همدې کال د ملګروملتونو د يوه رپورټ له مخېپه جګړه کې د وژلیو کسانو شمېر شااوخوا۳۵۰۰ وو.
په ننګرهار کې له دغو تسلیم شويو داعش وسله والو څخه يې ۱۸۳ تنه د اتوار په ورځ د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو استازو ته وښودل شول.
د دفاع وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۳۰۰ تنه داعش جګړه ماران او د کورنیو غړي یې په ننګرهار کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د قسیم سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.
ولسمشر غني وویل، دا کار په کابل کې د امريکايي پوهنتون هغو دوو بهرنيو پروفيسرانو د پرېښودو په بدل کې کوي چې طالبانو تښتولي ول
د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلي.
ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، اړتیا ده چې یو لنډمهالی حکومت جوړ او انتخابات بیا ترسره شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته