د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.
په خوست کې ښوونکي او د پوهنې د بهیر کارکوونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د ښوونکو په ژوند کې ښه والۍ راغلی او د دوی علمي کچه لوړه شوې ده، خو لا هم یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
د بلخ والي وياند منير احمد فرهاد ويلي پر موټر سايکل سپرو د څه باندې ۴۰۰ وسله والو طالبانو يوې ډلې د شور تپه ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، او یا به یې پر وړاندې جګړه دوام وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ځايي وخت سره سم په پنځو بجو پای ته ورسېدې. څارونکي وايي، د ورځې په پیل کې د رایه اچوونکو شمېره کمه وه
ولسمشر ټرمپ وویل، اداره په افغانستان کې د یو روښانه سباون لپاره هیلمنه ده، خو له بده مرغه طالبانو خپلو وحشيانه بریدونو ته دوام ورکړی.
د پکتیکا امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کرمو په سیمه کې په هوايي برید کې ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، چینایي چارواکو ویلي چې پیکنګ هیله من دی دواړه لوري دغو خبرو ته دوام ورکړي او دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.
د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایتي چارواکي وايي، په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په ځمکنو او هوايي عملیاتو کې ۲۲ طالبان او د القاعده بهرني غړي وژل شوي او ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر کابل او جلال اباد وروسته دا د افغانستان د پښتورګو (بډوډو) د ناروغیو درېیم روغتون دی چې پکې
دا پېښه په یکشنبه هغه مهال شوې چې کله ځانګړيو ځواکونو پر يوه داسې کور چاپه وهله چې پکې د چارواکيو په وينا طالبانو ځانمرګي بريدګر روزل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته