د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر کومه چې په پېښور کې افغان مارکېټ د افغانانو په واک کې ورنه کړل شي، په خیبر پښتنونخوا کې به د دوی قونسلګري تړلي وي.
په اسلام اباد کې افغان سفير ويلي، د افغان مارکيټ د لانجې په تړاو به د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه له پاکستاني چارواکيو سره خبرې اترې کوي.
د هلمند په موسا کلا کې د القاعده شبکې د یوه مشر عاصم عمر تر وژل کېدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبان لا هم د القاعده په څېر "تروريستي" ډلو سره اړيکې لري.
د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې د پېښې له ځایه یې یو مړی او ۲۹ ټپیان وروړي دي.
نوي دلي او افغان حکومت د هندي انجینرانو او طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ادریس زمان
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي
د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.
په خوست کې ښوونکي او د پوهنې د بهیر کارکوونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د ښوونکو په ژوند کې ښه والۍ راغلی او د دوی علمي کچه لوړه شوې ده، خو لا هم یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
د بلخ والي وياند منير احمد فرهاد ويلي پر موټر سايکل سپرو د څه باندې ۴۰۰ وسله والو طالبانو يوې ډلې د شور تپه ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، او یا به یې پر وړاندې جګړه دوام وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ځايي وخت سره سم په پنځو بجو پای ته ورسېدې. څارونکي وايي، د ورځې په پیل کې د رایه اچوونکو شمېره کمه وه
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته