د افغانستان يو شمېر سیاستوال غواړي چې په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف د ولسمشر لپاره درې مرستیالان ولري او اجراییه ریاست په صدارت اعظمی بدل کړي.
د جنورۍ پر اتمه خلیلزاد تر هغې یو ورځ وروسته د سیمې سفر پیل کړ چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هندي وزیراعظم نرېندرا مودي سره په افغانستان کې د
د جنورۍ پر اتمه طالبانو یو شمېر رسنیو ته وویل، د اجنډې پر سر د اختلاف له کبله د چهارشنبې پر ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر خبرې لغوه کوي.
د خوست چارواکي وايي چې نن د [جنورۍ پر اتمه] له غرمې مخکې د خوست ښار په سپین جومات سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې یو شمېر وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول او يو شمېر داعش وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شول.
د افغانستان د سولې شورا د دارالانشا رييس او د سولې لپاره د ولسمشر ځانګړی سلاکار، عمرداودزي پاکستان ته خپل سفر د سولې لپاره د بېلابېلو کوښښونو يوځای کول بللي.
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ننګرهار کې له هغو ۹۰۰ کورنيو سره د ۱۳.۵ ميليونو افغانيو نغدي مرسته وکړه چې په روان لمریز کال کې د جنګونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې استوګن شوي دي.
د ازادۍ راډیو مشر هاشم مومند او د مشال راډیو رییس محمد امین مدقق د امان الله امیرزي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ترکیه په سیمه کې خپل پیاوړي دريځ او دغه شان له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
ارګ وايي، جنرال مارک مایلي او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د "مثبت" اغېز، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او پرځان د بسیا کېدو لپاره د افغانستان پر پلان خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه سفر د هند د ملي امنیت د سلاکار په رسمي بلنه
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته