طالب سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې نن د جنورۍ په ۲۶مه هم دوام لري.
د لوګر ولایتي روغتون، چې دا مهال د سلو بسترو په ظرفیت فعالیت لري، روغتیايي خدمتونه يې له هغه اندازې څو برابره لږ دي، چې په یاد ولایت کې يې خلک ورته اړتیا لري.
په دې کمپاین کې له ادريس سیاووش يوه ډله رضاکاره ځوانان هم مله شوي ول او د سایکلونو په واسطه څو ښوونځيو ته ورغلل او په زده کوونکو يې کتابونه، قلمونه او کتابچې وویشلې
رویټرز اژانس د طالب چارواکي په حواله ویلي چې ((ملا برادر به ژر قطر ته ورشي)) خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د ملي تحریک یو شمېر مخکښ غړي په جلال اباد کې د عدم تشدد د مخکښ مبارز او خدايي خدنمتګار تحريک مشر باچا خان د اوونۍ د نمانځنې په پار د هغه مزار ته ورغلل او د ګلونو د ګېډیو په کېښودو سره يې د هغه ارواښاد یاد تازه کړ.
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په خوست کې د ولسمشر غني لخوا د پاچا خان پوهنتون جوړیدل منظور شوي او کارونه به يې ډېر ژر پیل شي.
یوه سرچینه وايي چې په ميدان وردګ کې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې په موټربم برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ...
فغان چارواکي وايي د جنورۍ د شلمې په سهار، په لوګر ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې اته سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
محمد حنیف اتمر نن [د جنورۍ پر ۱۸مه] په رسمي توګه خپل ځان د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه له خپلو مرستیالانو سره د انتخاباتو په کمېسیون کې ثبت کړ.
یاد ولسي لاریون چې د سولې د ولسي حرکت په بلنه جوړ شوی وو، ویناوالو په کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پردیو پر ځای له خپلو افغانانو سره خبرو اترو ته تیار شي.
اشرف غني او عمران خان دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته ورسېد.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته