محمد حنیف اتمر نن [د جنورۍ پر ۱۸مه] په رسمي توګه خپل ځان د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه له خپلو مرستیالانو سره د انتخاباتو په کمېسیون کې ثبت کړ.
یاد ولسي لاریون چې د سولې د ولسي حرکت په بلنه جوړ شوی وو، ویناوالو په کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پردیو پر ځای له خپلو افغانانو سره خبرو اترو ته تیار شي.
اشرف غني او عمران خان دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته ورسېد.
د افغانستان د ننګرهار په ګمرک کې د قاچاقي مالونو د محصول کېدو مسله هغه مهال بربنډه شوه چې تېره اونۍ د ګمرک مخې ته د تېلو یوه ټانکر اور واخیست چې په خوا کې د چرګانو له غوښو بار یو ټيلر موټر هم نيمه سوځېدلی و.
په اسلام اباد کې د سفارت یوه چارواکي د جنورۍ پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا خبره مشعل د جنورۍ پر ۱۵مه په پېښور کې افغان کډوالو ته
خلیلزاد د جنورۍ ۱۵مې پر ماښام، په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې
پراک- په کابل کې د جنورۍ پر۱۴مه ماښام د بهرنیانو د یو کېمپ مخې ته د موټر بم بريد ذمه واري طالبانو منلې ده.
د امن او سولې لپاره موږ د ننګرهار ولایت ټول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو لورو خواست کوو چې چې پر دې مظلوم ملت رحم وکړئ
جلال اباد ـ دافغانستان د پوهنې وزیر د جنورۍ په ۱۳مه، په جلال اباد کې د هندوانو او سیکانو ماشومانو لپاره د یو ښوونځي پرانیسته وکړه.
د سوات د کبل سیمي ریالست شاعر محمد ګل منصور چې پر پښتونخوا سربېره په افغانستان کې یې هم د شعر مینه وال زیات دي، د هغه د دوه کتابونو «کافر جانان» او «والۍ مه خرڅوه» مخکتنه په جلال اباد کې وشوه چې ګڼو لیکوالو او شاعرانو د هغه په شعري قوت ویناوې او مقالې وارولې.
د لوګر پوهنتون استادان، محصلان او مدني فعالان وايي، چې په افغانستان کې په ټولو وګړو د اساسي قانون یو ډول نه پلي کیدلو حکومت او ولس ته ستونزې جوړې کړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ډېر ژر به په اسلام اباد کې د افغان او پاکستانيو دیني عالمانو ګډ کانفرنس جوړ شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته