پراک- په کابل کې د جنورۍ پر۱۴مه ماښام د بهرنیانو د یو کېمپ مخې ته د موټر بم بريد ذمه واري طالبانو منلې ده.
د امن او سولې لپاره موږ د ننګرهار ولایت ټول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو لورو خواست کوو چې چې پر دې مظلوم ملت رحم وکړئ
جلال اباد ـ دافغانستان د پوهنې وزیر د جنورۍ په ۱۳مه، په جلال اباد کې د هندوانو او سیکانو ماشومانو لپاره د یو ښوونځي پرانیسته وکړه.
د سوات د کبل سیمي ریالست شاعر محمد ګل منصور چې پر پښتونخوا سربېره په افغانستان کې یې هم د شعر مینه وال زیات دي، د هغه د دوه کتابونو «کافر جانان» او «والۍ مه خرڅوه» مخکتنه په جلال اباد کې وشوه چې ګڼو لیکوالو او شاعرانو د هغه په شعري قوت ویناوې او مقالې وارولې.
د لوګر پوهنتون استادان، محصلان او مدني فعالان وايي، چې په افغانستان کې په ټولو وګړو د اساسي قانون یو ډول نه پلي کیدلو حکومت او ولس ته ستونزې جوړې کړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ډېر ژر به په اسلام اباد کې د افغان او پاکستانيو دیني عالمانو ګډ کانفرنس جوړ شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي.
د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پیل شي.
د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او پهدې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.
د افغانستان يو شمېر سیاستوال غواړي چې په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف د ولسمشر لپاره درې مرستیالان ولري او اجراییه ریاست په صدارت اعظمی بدل کړي.
د جنورۍ پر اتمه خلیلزاد تر هغې یو ورځ وروسته د سیمې سفر پیل کړ چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هندي وزیراعظم نرېندرا مودي سره په افغانستان کې د
د جنورۍ پر اتمه طالبانو یو شمېر رسنیو ته وویل، د اجنډې پر سر د اختلاف له کبله د چهارشنبې پر ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر خبرې لغوه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته