د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د شهید اوونۍ لمانځلو کاروان غړي دي.
افغان چارواکي وايي په هرات او بغلان ولایتونو کې د مخالفو وسله والو لخوا په ترسره شویو بریدونو کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر وايي له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې له دوامدارې سولې سره تړاو لري.
د جمعې په شپه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ولایت مقام لخوا په ګډه د سلیمان غر دودیزه مېله او کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
د خوست اوسیدونکي، د ولسي جرګې نوماندان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو مدني فعالان وايي، د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې د زورواکو مداخلې، د تذکرو د وېش روان بهیر، د نوماندانو د لیست څخه د زوراکو او هغو خلکو پر ځای چې نظام ګواښي، د پاکو خلکو ایستل دوی د ټاکنو پر بهیر بې باوره کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټیس د سپټمبر پر اوومه په یو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې دغلته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو له نوي قوماندان سره وګوري.
په خوست کې د سیاسي ګوندونو غړي او د مدني ټولنو فعالان وايي، کچیرې پدې هېواد کې سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خپلواک شخصیتونه د ملي مسایلو په باب یو ګډ دریځ غوره کړي، نو کولی شي د افغانستان اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.
ایران خبرداری ورکړی که چیرې روسیه، چین او اروپايي هېوادونه هم د امریکا په رنګ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې درناوي نه کوي نو خپل اټومي پروګرام به بیا له سره پیل کړي.
دواړه بريدونه د دشت برچي په سیمه کې د میوند په نوم د پهلواني کلب دننه او دباندې شوې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپټمبر پر ۴مه وویل، د کابل لپاره د واشنګټن پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد یې د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی سلاکار ګومارلی دی.
طالبانو د سېپټمبر پر ۴مه په یوه بیان کې منلې ده چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
شاه محمود قريشي غوښتنه وکړه چې افغان حکومت به د کونسلګرۍ د امنيت لپاره هغه پلان بحال کړي چې د سږکال اګست تر ۲۸ پورې پرځای وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته