طالبانو د سېپټمبر پر ۴مه په یوه بیان کې منلې ده چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
شاه محمود قريشي غوښتنه وکړه چې افغان حکومت به د کونسلګرۍ د امنيت لپاره هغه پلان بحال کړي چې د سږکال اګست تر ۲۸ پورې پرځای وو.
د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه چارواکي د سېپېټمبر د دویمې پر ماښام د نوم ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اورکزی په څو نومونو پېژندل کېده چې پکې یو یې ابو سعید باجوړی او بل یې ابو سعد ارهابي هم وو.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوی عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي، په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید پر وسله والو پوځي فشار موجود وي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم ماشومانو لپاره د شري ضد واکسینو لس ورځنۍ کمپاین پیل شو.
په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې تور لګولی، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات له خوا د کونسلګرۍ په چارو کې بې ځايه لاسوهنه شوې چې په وینا یې دا کار له نړیوال تړونه سرغړونه ده.
د خوست او وزیرستان د قومونو او قبایلو یو شمېر مشران وايي، کچیرې پښتانه او بلوڅ په خپلو کې یووالی او پیوستون پیاوړی کړي، نو پدې سیمه کې به د نورو پرمختګونو ترڅنګ نا امنۍ او شته ناخوالې ختمې شي.
د ننګرهار ګډو امنیتي ځواکونو د جلالاباد ښار په درېيمه ناحيه کې د ځانمرګو واسکټونو او مهمات سره اته تنه نیولي وو چې ...
د خوست د ښاروالۍ چارواکيو د ښار د تنظیم او پاکوالي په برخو کې د اړوندو ادارو او ښاریانو د پرلپسې همکاریو غوښتنه وکړه.
افغان او ازبکستاني چارواکو هوکړه کړې چې په ۲۰۱۹م کال کې له ازبکستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه نوره برښنا هم ولیږدول شي.
په لویه پکتیا او خوست کې له پیړیو راهیسې ډیری دعوې، لانجۍ، دښمنۍ او نورې لويې او وړې ستونزې په قومي نرخ او رواج همدارنګه د جرګې او سولې له لارې حلیږي.
د افغانستان د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې نن له غرمې وړاندې دشیګل ولسوالۍ په هلالزو کلي کې په یو موټر چې ټول پکې ولسي وګړې سپاره و ،د سرک غاړي ماین چاودیدلی چې پکې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته