د ننګرهار په مومندرې کې د خلکو په لاریون د سېشنبې پر ورځ ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د روانې میاشتې پر ۱۵مه کابل ته ځي او دا په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګه وروسته د یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د لویانو لپاره د لیک لوست پروګرامونو ښه نتیجه ورکړې او دوی غواړي، هغو ټولو سیمو ته یاد پروګرامونه وغځوي، چې لویان يې د لیک لوست حاصلولو ته لیوالتیا ولري.
د ننګرهار په مومندرې کې د خلکو په لاریون د سېشنبې پر ورځ ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته رسیدلی دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د شهید اوونۍ لمانځلو کاروان غړي دي.
افغان چارواکي وايي په هرات او بغلان ولایتونو کې د مخالفو وسله والو لخوا په ترسره شویو بریدونو کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر وايي له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې له دوامدارې سولې سره تړاو لري.
د جمعې په شپه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ولایت مقام لخوا په ګډه د سلیمان غر دودیزه مېله او کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
د خوست اوسیدونکي، د ولسي جرګې نوماندان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو مدني فعالان وايي، د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې د زورواکو مداخلې، د تذکرو د وېش روان بهیر، د نوماندانو د لیست څخه د زوراکو او هغو خلکو پر ځای چې نظام ګواښي، د پاکو خلکو ایستل دوی د ټاکنو پر بهیر بې باوره کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټیس د سپټمبر پر اوومه په یو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې دغلته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو له نوي قوماندان سره وګوري.
په خوست کې د سیاسي ګوندونو غړي او د مدني ټولنو فعالان وايي، کچیرې پدې هېواد کې سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خپلواک شخصیتونه د ملي مسایلو په باب یو ګډ دریځ غوره کړي، نو کولی شي د افغانستان اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.
ایران خبرداری ورکړی که چیرې روسیه، چین او اروپايي هېوادونه هم د امریکا په رنګ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې درناوي نه کوي نو خپل اټومي پروګرام به بیا له سره پیل کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته