په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، چې په شمال کې یې د طالبانو او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترهګري سازمان پرضد یې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.
د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي. چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ندي ورکړل شوي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ شل اووريزه سيالۍ کې په پنځوو ويکټو ماتې ورکړه.
په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.
افغان چارواکي وايي چې د کابل په نوي امنيتي پلان کې د پلازمېنې د امنیتي کمربندونو او د استخباراتي معلوماتو پر ...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو استازي به د "سولې او یو والي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان " په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو خبرې وکړي. د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر ټوېټر لیکلي چې پلاوي په کابل کې وروستۍ حملې غندلې او د ګډو پلټونو وړاندیز یې کړی
د پاکستان یو پلاوی په یو ورځني سفر کابل ته تللی او هلته یې له افغان چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
د افغانستان او امریکا حکومتونو ویلي ، وسله والو طالبانو د خبرو اترو نوبت له لاسه ورکړی دی او دوی نور له هغوی سره د سولې خبرې اترې نه کوي.
اې اېف پي خبري اژانس راپور خپور کړی چې افغان او چينايي چارواکي د افغانستان په غرنۍ سيمه واخان کې د یوې پوځي اډې پر جوړولو خبرې اترې کوي.
افغان ولسمشر خپل ګاونډی هېواد پاکستان د طالبانو مرکز بللی دی او پر اسلام اباد يې ټينګار کړی چې د وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې اوسمهال يې د نشه يي توکو، وسلو، مهماتواو نورو غیر قانوني توکو د نیولو لپاره خپل پوځي عملیات د پولې سره نږدې سیمو ته غځولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته