د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ټاپي پروژې ملګرو هېوادونو مبارکي وویله چې دا به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وتړي. او د سیمې ښکېلو هېوادونه به کار او ګټه راوړي.
افغان طالبانو د جمعې پر ورځ په خپل بیان کې ویلي، نه یوازې د تاپي پروژې ملاتړ کوي بلکې د خپل نفوذ په سیمو کې به یې امنیت هم ساتي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار پرانیستو په مراسمو کې د ترکمنستان او افغانستان، له ولسمشرانو سربېره به د پاکستان وزیر اعظم او د هند بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ولسي غورځنګ او يووالي ته اړتیا ده...
پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له افغان سولې سره د پاکستان د همکارۍ ځینې مثبت پیغامونه او نښې موجودې دي.
د پکتیکا په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د پرله پسې غوښتنو باوجود هم تر اوسه ورته د خوراکي او نورو توکیو مرسته نه ده رسیدلې. دوی زیاتوي، په خوست او نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری او افغان حکومت لخوا میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي، خو په برمل کې میشت
په لوګر کې لسګونو کسانو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې پاکستان سره دې سوداګریزې او سفارتي اړیکې پرې کړي.
افغان حکومت به د فبروي پر ۲۸مه د کابل پروسې په غونډه کې د سولې لپاره جوړه شوې طرحه د غونډې له ګډونوالو سره شریکوي.
د خوست یو شمېر قومي مخور او مدني فعالان وايي چې ملي ګټو ته ژمن او په علم سمبال ځوانان کولای شي، په هېواد کې شته سیاسي او امنیتي کړکېچ پای ته ورسوي.
د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، د ولسمشر په ګډون يې د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو د برېښنايي تذکرو جوړولو بهیر پېل کړی دی.
په کابل کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ په نوښت د دولسو هېوادونو د امنیتي چارواکو او لوی درستیزانو په دوه ورځني ناسته کې د نشه يي موادو او ترهګري پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار شوی.
په کابل کې د سیمې د ۱۲ هېوادونو د پوځي مشرانو او نورو چارواکو دوه ورځني غونډه د سېشنبې پر ورځ پای ته ورسېده چې ګډونوالو یې په سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي موادو پرضد پر شریکه مبارزه ټینګار وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته