په دغه غونډه کې چې چې په یوه ځايي لوبغالي کې جوړه شوې وه، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا يو شمېر غړو ګډون وکړ او د لرې پښتونخوا د ولسونو سره یې ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان برلاسی دی.د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې پر ورځ دا څرګندونې له هغې وروسته مشال راډيو ته وکړې چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو موافقې ته د نه رسیدو په اړه خبر ورکړ.
خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، که چیرې د پاکستان حکومت دوی خپل ولس بولي، نو د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري UNHCR سره دې د یو درې اړخیز تفاهم لیک پر بنسټ د دوی ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، اسلام اباد او کابل د سولې او يووالي د عملي پلان په اړه پر ((ځېنو موضوعاتو موافقې ته رسېدلي))
له دې وړاندې پاکستاني پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او هلته يې د ترهګرۍ د مخنیوي، سولې او پخلاینې، افغان کډوالو، او اقتصادي ودې په اړه له افغان چارواکو سره غږېدلی و او د مذاکراتو د لړۍ پر جاري ساتلو يې موافقه کړې وه.
په خوست کې خواوشا یوه لیسزه وړاندې په مرکز، ولسوالیو او حتی تر سرحدي سیمو پورې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې د هغه وخت د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا تر ۳۰۰ کیلومتره پورې سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو لوړ رتبه افغان پلاوی اسلام باد ته ولاړ..
ولسمشر غني وویل، د دې لانګ مارچ د تاریخي ارزښت د عدم تشدد د ستر سالار باچا خان له پیغام سره تړاو لري چې فلسفه یې پر عدم تشدد ولاړه وه.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، چې په شمال کې یې د طالبانو او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترهګري سازمان پرضد یې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.
د پکتیکا د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې یو شمېر مېشت وزیرستاني کډوال وايي. چې له څو میاشتو راهیسې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ندي ورکړل شوي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ شل اووريزه سيالۍ کې په پنځوو ويکټو ماتې ورکړه.
په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته