د خوست چارواکو له رضاء کارانو غوښتنه وکړه، چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ دې، په ټولنه کې د ځینو ناسمو دودونو او نشه يي توکو د کارونې په مخینوي، ښوونځیو ته د ماشومانو په هڅونه او همدارنګه د سوله ییز فکر په خورولو کې خپله ونډه پراخه کړي.
په ننګرهار کې د جاپان پي ايم ایس موسسې د پنځوس ميلیونو افغانيو په ارزښت د پینځو پروژو د پیلېدو قرارداد د ننګرهار له چارواکو سره لاسلیک کړ.
په پکتیکا ولایت کې د ۱۵۳ ښوونځیو لپاره د کلیو پراختیا وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ودانیو د جوړولو پروګرام پیل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه ورزشکارانو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملی.
د امريکې دفاع وزير جيم مېتس وايي پاکستان بايد د افغانستان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي. پاکستان همېشه ويلي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې قرباني ورکړي او د سيمې امنيت لپاره ژمن دی.
وروسته له هغه چې د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په یوه کلي کې یو ماشوم له لوږي مړ شو، په سیمه کې...
هلته طالبانو د امریکا غږ اشنا راډیو او افغان اسلامي اژانس ته په استولي پیغام کې د ملا عبدالرحیم د وژنې پخلی کړی دی. اژانس د باوري سرچینو پر اساس ويلي
په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په شل سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي، خو ولایتي اداره وايي چې په هره ولسوالۍ کې چې کوکنار وکرل شي، سيمه ییز چارواکي به يې له دنده ګوښه او هغه چا چې په خپلو ځمکو کوکنار وکرل، قانوني چلند به ورسره وشي.
د جمعې په ورځ ناوخته د خوست په ملي لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال لوبۍ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت د ښه کولو لپارهعملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.
د جنوبي او منځنۍ اېشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره الېس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
چارواکي وايي، دا برید د نومبر ۲۸مې پر ماښام د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاوند شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته