د خوست د امنیه قوماندانی چارواکي وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې يې د ۳۷۴ بېلابېلو قضیو په تړاو ۴۵۵ کسان نیولي او د تحقیاتو لپاره يې عدلي او قضايي ادارو ته ورپيژندلي دي.
د افغان ولسشمر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د دسمبر پر ۲۱مه ویلي چې له افغانستانه په زیات شمېر کې د امریکايي ځواکونو وتل به په دغه جګړه ځپلي هیواد ډېر اثر ونه کړي.
د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر یا یو اېن اېچ سي ار وزیرستانیو کډوالو او همدارنګه داخلي بې ځایه
افغان امنیتي چارواکو وايي چې داعش یې په افغانستان کې له پښو غورځولی او اوس هم د دغې ډلې د جنګیالیو په وړاندې عملیات روان دي.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ده د متحده عربي اماراتو، افغانانو او له نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې
د لوګر زده کوونکي او ښوونکي په یاد ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو له کمښته شکایت کوي او وايي، چې یخې هوا، باد او باران د دوی د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
دا وار په خبرو کې طالبانو له مرکزي شورا ملا عباس اخوند، د حقاني شبکې استازی او د دوی مهم قومندان قاري یحیا حقاني، د ملا هبت الله اخوند د دفتر مشر امیر خان متقي او د طالبانو د پېښور شورا کمانډر محب الله حماس هم ګډون لري
د اجرايیه ریاست مرستیال ویاند امید مېثم په دې لړ کې د دسمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د دسمبر پر ۱۸مه به په ابوظبۍ کې د افغان حکومت پلاوی او طالب استازي مخامخ خبرې سره وکړي چې دغه چاره به د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو د پېلېدو امکان زیات کړي.
په کندهار کې د پښتو ژبې د دوو نامتو اديبانو دروېش دراني او طاهر اپريدي په وياړ غونډه تر سره شوې ده.
د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکو دوه سوه دولس ميله هغه سپکې او درنې وسلې چې پولیسو د پلټنو پر مهال لاسته راوړې وې، په رسمي توګه د ډایاګ پروګرام ته وسپارلې.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي چې د ده هېواد په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو په تنظيمولو کې مرسته وکړه.
په متحده عرب اماراتو کې په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان روانې جګړې لپاره د حل لارې موندلو کوښښ شوی. د جګړو په اړه شمېرې راټولوونکي ويب سايټ، اکليډډاټا ډاټ کام (AcledData.Com) ليکلي چې يوازې د روان کال له پېل راهيسې په افغانستان کې جګړې څلور څلوېښت زره شپږ سوه پنځه پنځوس خلک وژلي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته