په خوست کې د یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د پرلپسې هڅو او کوښښونو وروسته بالاخره د یاد ولایت په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به پدې ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه کیږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر درې اړخیزې همکارۍ، خپلمنځي اعتماد، او د سیمه ايزي پراختیا او اقتصاد په برخه کې د همکارۍ او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.
جنرال حمید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د همدې فشارونو له امله د وسله والو د رهبرۍ مهم کسان پاکستان ته تللي او هڅه کوي، چې له هغه ځايه ترهګر بريدونه پلان کړي.
په خوست کې لسګونو ځوانانو او سپین ږیرو د ( افغان ولسي خوځون) په نوم د یو مدني حرکت له لارې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې دایمې اوربند وکړي.
محمد اشرف غني نن د لاجوردو تاریخي لارې پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د دغه لارې په پرانېستې سره به افغانستان نه یواځې د منځنۍ اسیا بلکې د قفقاذ او اروپا په دروازې بدل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د ډېسېمبر پر ۱۳مه په برسلز کې د ناټو له مشرتابه سره د سولې په برخه کې پر خپلو هڅو معلومات وړاندې کوي.
افغانستان له مودو وروسته یو ځل بیا د ډېسېمبر پر ۱۳مه د لاجوردو له تاریخي لارې د صادراتو لړۍ پيلوي.
افغان حکومت وايي، د سولې د مذاکراتو لپاره د پلاوي له ټاکل کېدو سره حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
که څه هم پخوا په خوست او نورو پښتون میشتو سیمو کې د کوژدن په مراسمو کې د جینۍ او هلک کورنیو او د هغوی نږدې خپلوانو برخه اخیسته او یو بل ته يې دستمالونه، جامې او لونګۍ کولې، خو اوسمهال خوست کې ځينې فرهنګیان د کوژدن مراسم په نوې بڼه نیسي.
د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالمنان مړینه په دې ولایت کې د نشه يي موادو له تولید او قاچاق سره په مبارزه کې اغېزمنه بولي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال په شااوخوا ۳۱ زره۲۲۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل...
د خوست یو شمېر روڼ اندي، قومي مخور او فرهنګیان وايي، چې افغان حکومت د نورو په شان د یاد ولایت د ملي، تاریخي او ټولنیزو شخصیتونو د مبارزو او کارنامو یادونې او لمانځنې ته پاملرنه نه ده کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته