د جنوبي او منځنۍ اېشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره الېس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
چارواکي وايي، دا برید د نومبر ۲۸مې پر ماښام د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاوند شوی دی.
ولسمشر اشرف غني د سولې مذاکرو کې د افغان ولس اندېښنې په ډاګه کړې، لکه د افغانستان اساسي قانون خوندیتوب، له نړیوالې ټولنې سره مشارکت ساتل او د افغانستان حکومت باید د سولې بهیر مشري وکړي او دا پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ولاړه شي.
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو او د افغانستان حکومت د اقداماتو ارزونې لپاره دا یو مهم نړیوال کنفرانس ګڼل کېږي.
افغانستان او نړیواله ټولنه به نن او سبا د سویس د جنیوا په کنفرانس کې د هغو ستراتېژیو، مرستو او پرمختګونو ارزونه وکړي چې دواړو لورو په مخکېني د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې پرې موافقه کړې وه.
بریتانیا له هغو سلګونو زرو افغانانو سره چې د وچکالۍ له خطر سره مخامخ دي، د ۲۵ میلیونه پونډه مرستې ژمنه کړې.
تادين خان وويل سوله چې په هر قيمت وي د افغانانو په خېر دی او دی يې ملاتړ کوي. خو د هغه په وينا که څوک جګړه ورسره کوي او افغانان وژني نو دوی به هم جګړه ورسره کوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې متحد ایالات په افغانستان کې په ډېر جدیت سره د سولې په خبرو لګیا دی.
نن د نومبر پر ۲۳مه نېټه د جمعې د لمانځه پر مهال په خوست کې د ملي اردو د لواء په جومات کې چاودنه شوې ده.
د افغانستان ولسمشر وايي، د دولت وسلهوالو مخالفینو د افغانستان پر مهمو ارزښتونو حمله پيل کړې چې بېځوابه نه پاتې کېږي.
د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسواليو مېرمنې د سولې تر نامه لاندې د ښځو ملي اجماع جوړه کړې وه.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح خبریالانو ته وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ژوبل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته