د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره (اي او ایم) وايي په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۲۸۰۰ نارجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګې حمله شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه درې کسان ژوبل شوي دي.
لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی وایي ، پښتانه باید په دې ځان خبر کړي چې د دې ورځې ارزښت څه دی په دې کې کومې خبرې شاملې دي.
د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او خپلې اړیکې د خپلو ملي ګټو پر اساس پالي.
د خوست چارواکي وايي، د لويې پکتیا خلک کولای شي د خپلو دودونو، جرګو او مرکو له لارې افغان حکومت او وسلوال مخالفین د سولې خبرو اترو ته تیار کړي.
ولسمشر غني پرون ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته په خپله وينا کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشې تر لاسه کولای.
د خوست چارواکي وايي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو پر اساسي سیستمونو باندې د کار کولو پلان لري.
د امریکې دفاع وزیر جېمز میټیس تیره ورځ وویل په افغانستان کې د ځای پر ځای کولو لپاره له۳۰۰۰ زیات امریکايي ځواکونه دغه هېواد ته پر لاره دي.
افغانستان په پام کې لري، د هغو سيمو د ساتلو لپاره چې د داعش ډلې له وسله والو پاکې کړل شوي، شل زره ولسي وګړي تربيه او په وسلو سمبال کړي. دا خبر د فرانسې خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې خپور کړی دی.
نن د یکشنبې په ورځ د غرمې دوولس بجې د خوست ښار حمام مارکيټ کې چاودنه شوې، چې له کبله يې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل چې د پیښې ټپیان د ښار خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي او تر جدي پاملرنې لاندې دي.
د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې يې تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. دا لاره پاکستاني ځواکونو له پرون ماسپښين راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او امنيتي څار سخت کړی و.
وزیراعظم عباسي په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه. بلخوا زاخیلوال د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخی، كلتوري، اقتصادی او سیاسی اړيکو ته د ودې وركولو لپاره په ګډه پر كار كولو ټينګار وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته