ولسمشر غني پرون ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته په خپله وينا کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشې تر لاسه کولای.
د خوست چارواکي وايي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو پر اساسي سیستمونو باندې د کار کولو پلان لري.
د امریکې دفاع وزیر جېمز میټیس تیره ورځ وویل په افغانستان کې د ځای پر ځای کولو لپاره له۳۰۰۰ زیات امریکايي ځواکونه دغه هېواد ته پر لاره دي.
افغانستان په پام کې لري، د هغو سيمو د ساتلو لپاره چې د داعش ډلې له وسله والو پاکې کړل شوي، شل زره ولسي وګړي تربيه او په وسلو سمبال کړي. دا خبر د فرانسې خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې خپور کړی دی.
نن د یکشنبې په ورځ د غرمې دوولس بجې د خوست ښار حمام مارکيټ کې چاودنه شوې، چې له کبله يې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل چې د پیښې ټپیان د ښار خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي او تر جدي پاملرنې لاندې دي.
د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې يې تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. دا لاره پاکستاني ځواکونو له پرون ماسپښين راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او امنيتي څار سخت کړی و.
وزیراعظم عباسي په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه. بلخوا زاخیلوال د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخی، كلتوري، اقتصادی او سیاسی اړيکو ته د ودې وركولو لپاره په ګډه پر كار كولو ټينګار وکړ.
د خېبر امنيتي چارواکي وايي پرون (جمعه) ماسپښین یو نامعلومه کس په تورخم دورازه کې پر زیرو پواینټ یو لاسي بم راګزار کړ چې په نتیجه کې یی د پاکستان د سرحدي ځواک اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شول.
د خوست مدني فعالان او د بېلابېلو ټولنیزو سازمانونو غړي غوښتنه کوي چې د خوست ښار د متون بابا د غونډیو...
د پاکستان او افغانستان پلاویو په غیر رسمي بحث کې وويل، دواړه ملکونه باید خپلمينځۍ ناندرۍ لیرې کړي او په خپله خپله خاوره د امن راوستو لپاره له يو بل سره خبرو ته کېني.
د لوګر اوسېدونکي د د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیت شکایت کوي او زیاتوي،چې دوی لدې کبله د پرلپسې ستونزو سره مخامخ دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له نوي ډيلي سره د کابل په اړيکو کې داسې څه نهشته چې له امله یې د پاکستان چارواکي اندېښنه ولري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته