د جوزجان ولایت د امنیتي چارواکو په خبره چې دا جګړه د شنبې له ماښامه د آقچې او مردیانو ولسوالیو ترمنځ د طالب وسله والو او افغان ګډو ځواکونو ترمنځ پيل شوې چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پښتو ژبې تکړه شاعر او نثر لیکونکی سیف مومند د شاوخوا ۵۰ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له کبله تېره شپه مړ او د جولايي پر ۲۸مه په خوست کې د ګلزار اکا په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د افغان حکومت اجراییه ریاست پر پاکستان تور پورې کړی چې په افغانستان کې وسله والو ته د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات او نقشې ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا ويلي، پاکستاني او افغان چارواکيو تېر کال د ټرانزټ تجارت په برخه کې شپږ غونډې کړې وې او ځينې اړخونه يې په ګوته کړي دي.
د افغانستان په ختيځ کې ښار جلال اباد کې په پاکستان قونسلګرۍ کې کارکوونکي دغه سفارتکاران د روان ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۶ نېټه هغه وخت لادرکه شول چې څه وخت له جلال اباده تور خم ته پر لاره ول.
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې د لوګر د مس عینک په کانونو کې به د لرغونو اثارو سپړنې او څېړنې منظمې، مسلکي او چټکې شي.
د افغانستان د کندهار ولايت کې د افغان ځواکونو پر يو مرکز بريد کې ۲۶ سرتيري وژل شوي او ديارلس ټپيان شوي دي.
د فاریاب ولایت د امنیې قومندان دلاور شاه دلاور رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې سېشنبې ماښام د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوی د دې خبرې نه پخلی کوي او نه یې هم ردوي چې ګواکې د روس له خوا طالبانو ته د وسلو د ورکړې په اړه رپوټونه رښتیا دي.
د سې شنبې په ورځ د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ودانیو د بیارغونې چارې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان په خوست کې د سېشنبې په ورځ د ایډز ناروغی د کنټرول د ملي پروګرام یو مرکز خپل فعالیت پیل کړ.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي په تیره یوه اونۍ کې ۲زره یو سل او ۶۲ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته