د پښتو ژبې تکړه شاعر او نثر لیکونکی سیف مومند د شاوخوا ۵۰ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له کبله تېره شپه مړ او د جولايي پر ۲۸مه په خوست کې د ګلزار اکا په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د افغان حکومت اجراییه ریاست پر پاکستان تور پورې کړی چې په افغانستان کې وسله والو ته د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات او نقشې ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا ويلي، پاکستاني او افغان چارواکيو تېر کال د ټرانزټ تجارت په برخه کې شپږ غونډې کړې وې او ځينې اړخونه يې په ګوته کړي دي.
د افغانستان په ختيځ کې ښار جلال اباد کې په پاکستان قونسلګرۍ کې کارکوونکي دغه سفارتکاران د روان ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۶ نېټه هغه وخت لادرکه شول چې څه وخت له جلال اباده تور خم ته پر لاره ول.
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې د لوګر د مس عینک په کانونو کې به د لرغونو اثارو سپړنې او څېړنې منظمې، مسلکي او چټکې شي.
د افغانستان د کندهار ولايت کې د افغان ځواکونو پر يو مرکز بريد کې ۲۶ سرتيري وژل شوي او ديارلس ټپيان شوي دي.
د فاریاب ولایت د امنیې قومندان دلاور شاه دلاور رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې سېشنبې ماښام د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوی د دې خبرې نه پخلی کوي او نه یې هم ردوي چې ګواکې د روس له خوا طالبانو ته د وسلو د ورکړې په اړه رپوټونه رښتیا دي.
د سې شنبې په ورځ د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ودانیو د بیارغونې چارې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان په خوست کې د سېشنبې په ورځ د ایډز ناروغی د کنټرول د ملي پروګرام یو مرکز خپل فعالیت پیل کړ.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي په تیره یوه اونۍ کې ۲زره یو سل او ۶۲ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.
د افغانستان د پکتیا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته