د دوشنبې په ماښام له ۵۰۰ څخه تر يو زر کسانو تر درې ساعته پورې پر مزار شريف هوايي ډګر د عبدالرشيد دوستم د راتګ انتظار وکړ خو مرکزي حکومت د هغه الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنکړه.
د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د اوبو او نورو طبعي سرچینو د مدیریت کولو په اړه د افغان حکومت د پالیسیو او هڅو ملاتړ وکړ.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې د دوشنبې ورځې ماښام اوه بجې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د چینو په سیمه کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو په ګاډو د وسله والو لخوا برید وشو، چې د پولیسو په متقابلو ډزو کې شپږ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغان پوځ په سلګونو سرتیري نن د ناوې ولسوالۍ بازار ته ننوتل. دوی لومړی خلکو ته ډاډ ورکړ چې طالبان يې له دغه ځايه ويستلي دي. ځواکونو د خپلې بريا لمانځلو لپاره هوايې ډزې هم وکړي. ناوه شاوخوا نهه میاشتې دوسلوالو په ولکه کې وه.
د کونړ اوسیدونکي وايي په سیند کې زهرجن مواد استعمال شوي چې له امله يي په زیات شمیر کې ماهیان وژل شوي او نور دمرګ ګواښ سره مخ دي. خلک وایي کوم ماهیان چې دوي نیولي ټول زخمیان دي او دهمدې ټپونو په وجه مړه کیږي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي په ناوه ولسوالۍ کي عملیات بې له مزاحمته پرمخ روان دي.
د امریکا د دفاع وزارت د جولايي پر ۱۴مه نېټه وویل چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابو سید په هوايي بريد کې وژلی دی.
د پنجشنبې په ورځ په لوګر کې نوی دوه پوړیز سپورټي جمنازیوم چې د ۵۰۰کسانو ظرفیت لري او د دوو کلونو په موده کې يې ودانیزې چارې سرته رسیدلي پرانیستل شو.
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي د نهه سوه لیتره په زهرو لړل شوو الکولي مشروباتو سره یو ځای وسوځول شول.
د دې ادارې مرستیال ویلیم براون فیلډ د سې شنبې پر ورځ وویل، لا هم د نړۍ ۸۰ سلنه یا فیصده هېروین په افغانستان کې تولیدېږي او وسله وال طالبان د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لري. براونفیلډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بیخي څرګنده ده چې نشه يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې وسله وال طالبان پکې نفوذ لري.
د خوست د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو د ځايي ادارې له چارواکو او د افغان حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د ښار د کاروان سرای لوري ته غځیدلی عمومي سړک چې له څه مودې راهیسې په هغه ځای کې د میشتو ولایتي قواوو لخوا تړل شوی بېرته پرانیزي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو علمي او بنسټونو غړي وايي، چې په یاد ولایت کې د علمي او ادبي هڅو تر څنګ د فرهنګي ډګر په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته