د کونړ اوسیدونکي وايي په سیند کې زهرجن مواد استعمال شوي چې له امله يي په زیات شمیر کې ماهیان وژل شوي او نور دمرګ ګواښ سره مخ دي. خلک وایي کوم ماهیان چې دوي نیولي ټول زخمیان دي او دهمدې ټپونو په وجه مړه کیږي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي په ناوه ولسوالۍ کي عملیات بې له مزاحمته پرمخ روان دي.
د امریکا د دفاع وزارت د جولايي پر ۱۴مه نېټه وویل چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابو سید په هوايي بريد کې وژلی دی.
د پنجشنبې په ورځ په لوګر کې نوی دوه پوړیز سپورټي جمنازیوم چې د ۵۰۰کسانو ظرفیت لري او د دوو کلونو په موده کې يې ودانیزې چارې سرته رسیدلي پرانیستل شو.
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي د نهه سوه لیتره په زهرو لړل شوو الکولي مشروباتو سره یو ځای وسوځول شول.
د دې ادارې مرستیال ویلیم براون فیلډ د سې شنبې پر ورځ وویل، لا هم د نړۍ ۸۰ سلنه یا فیصده هېروین په افغانستان کې تولیدېږي او وسله وال طالبان د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لري. براونفیلډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بیخي څرګنده ده چې نشه يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې وسله وال طالبان پکې نفوذ لري.
د خوست د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو د ځايي ادارې له چارواکو او د افغان حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د ښار د کاروان سرای لوري ته غځیدلی عمومي سړک چې له څه مودې راهیسې په هغه ځای کې د میشتو ولایتي قواوو لخوا تړل شوی بېرته پرانیزي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو علمي او بنسټونو غړي وايي، چې په یاد ولایت کې د علمي او ادبي هڅو تر څنګ د فرهنګي ډګر په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا ويلي وو چې حقاني شبکه او نورې وسله والې ډلې له پاکستانه په تېښته دي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.
د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو په افغانستان کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي او یو شمېر حقوقي او مدني فعالان په دې نظر دي چې افغان حکومت باید په دې اړه د خپل اعتراض غږ پورته کړي.
د تاجکستان په سر ښار دوشنبې کې د کاسا زر دوهمه غونډه روانه ده چې پکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ګډون لري.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر اوسه افغانستان نهو توانېدلی چې له خپلو طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه له اوبو څخه ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته