د دې ادارې مرستیال ویلیم براون فیلډ د سې شنبې پر ورځ وویل، لا هم د نړۍ ۸۰ سلنه یا فیصده هېروین په افغانستان کې تولیدېږي او وسله وال طالبان د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لري. براونفیلډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بیخي څرګنده ده چې نشه يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې وسله وال طالبان پکې نفوذ لري.
د خوست د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو د ځايي ادارې له چارواکو او د افغان حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د ښار د کاروان سرای لوري ته غځیدلی عمومي سړک چې له څه مودې راهیسې په هغه ځای کې د میشتو ولایتي قواوو لخوا تړل شوی بېرته پرانیزي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو علمي او بنسټونو غړي وايي، چې په یاد ولایت کې د علمي او ادبي هڅو تر څنګ د فرهنګي ډګر په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا ويلي وو چې حقاني شبکه او نورې وسله والې ډلې له پاکستانه په تېښته دي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.
د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو په افغانستان کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي او یو شمېر حقوقي او مدني فعالان په دې نظر دي چې افغان حکومت باید په دې اړه د خپل اعتراض غږ پورته کړي.
د تاجکستان په سر ښار دوشنبې کې د کاسا زر دوهمه غونډه روانه ده چې پکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ګډون لري.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر اوسه افغانستان نهو توانېدلی چې له خپلو طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه له اوبو څخه ...
افغان ولسمشر کابل ته د ورغلیو امریکايي سناتورانو هغه وړاندیز سره توافق کړی چې افغانستان او پاکستان به د ډیورند کرښې په ...
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل-لوګر د لويې لارې په اوږدو کې يې امنیتي تدابیر ډېر کړي او د دې لارې امنیت ښه شوی دی.
د خوست د مزرین صنعت سوداګر وايي، چې کاروبار يې ګټه کمه کړې او د پخوا په پرتله خلک مزرین توکي لږ کاروي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د قومي اربکیو یو تن مشر نقیب الله ډډوال د نامالومو وسلوالو له لوري ووژل شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې له دغه پاکستاني پلاوي سره به د تروریزم په وړاندې د ګټورې مبارزې په اړه هم خبرې وشي.نوموړي که څه هم د دغه پلاوی د کابل د سفر د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د چین په منځګړیتوب د مذاکراتو دا نوی پیل به ښې پایلې ولري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته