د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته په سلګونه تنه قومي مشران د سېشنبې په ورځ جرګه شوي ول او په خپلو سيمو کې يې له ترهه ګرۍ نه د خلاصون په لارو چارو خبرې سره وکړې.
د چمن او سپین بولدک له دوو لانجمنو کلیو لقمان او جهانګیر پرته په عبدالله کلا او چمن ضلعو کې د سرشمېرنې بهیر بیا پیل شوی دی او په هغه سیمه کې د کرښې (پولې) معلومولو لپاره د پاکستان او افغانستان جیولوژیکي ډلو سروې په دویمه ورځ هم دوام لري.
د پروان ولایت د علماو شورا رئيس نن (سېشنبه) سهار په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې امریکا په لنډو ورځو کې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړي، افغان ...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندې په ګډه مبارزه کې همکاري کوي.
د ننګرهار چارواکي وايي د شنبې په ورځ په دوو جلال جلا پېښو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې نهه تنه وسله وال وژل شوي دي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د خوست ولايت په ځاځي میدان، باک، صبریو، تریزیو، قلندر، موسی خېلو او د دریو مرکزي اداري واحدونو د ۲۱۹ ښوونځیو ښوونکو لدې کبله چې دوی ته د یوې لسیزې پرلپسې غوښتنو وروسته هم د کورونو لپاره ځمکې ندي ویشل شوي، ښوونځیو ته د نه تګ اعتصاب کړی او یاد ښوونځي يې تړلي دي.
دا مظاهرې له هغه يوه ورځ وروسته شوي چې ګلبدين حکمتيار د شلو کالونو له خود ساخته جلا وطنۍ وروسته کابل ته راستون شوی دی.
پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۷ تنه ژوبل دي. وروستي راپورونه وايي چې دواړو غاړو خپلو کې ډزبندي کړې.
د کاپیسا والي دعوه کړې چې پر وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو وسلې او نور سامانونه پلورل کېږي.
په خوست کې په لومړي ځل د حیواني ناروغیو یو داسې مجهز کلینک جوړ شو، چې د خپلو وسایلو او امکاناتو پر مټ د چرګانو او څارویو ډيری ناروغی او مرضونه تشخیصولای شي.
د افغانستان ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته راوګرځئ. که بې له جنګه او وژنې تاسو بله کومه کړنلاره لرئ او که رهبري لرئ را وښيئ چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته