د شنبې په ورځ د افغانستان د خوست ولايت په ځاځي میدان، باک، صبریو، تریزیو، قلندر، موسی خېلو او د دریو مرکزي اداري واحدونو د ۲۱۹ ښوونځیو ښوونکو لدې کبله چې دوی ته د یوې لسیزې پرلپسې غوښتنو وروسته هم د کورونو لپاره ځمکې ندي ویشل شوي، ښوونځیو ته د نه تګ اعتصاب کړی او یاد ښوونځي يې تړلي دي.
دا مظاهرې له هغه يوه ورځ وروسته شوي چې ګلبدين حکمتيار د شلو کالونو له خود ساخته جلا وطنۍ وروسته کابل ته راستون شوی دی.
پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۷ تنه ژوبل دي. وروستي راپورونه وايي چې دواړو غاړو خپلو کې ډزبندي کړې.
د کاپیسا والي دعوه کړې چې پر وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو وسلې او نور سامانونه پلورل کېږي.
په خوست کې په لومړي ځل د حیواني ناروغیو یو داسې مجهز کلینک جوړ شو، چې د خپلو وسایلو او امکاناتو پر مټ د چرګانو او څارویو ډيری ناروغی او مرضونه تشخیصولای شي.
د افغانستان ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته راوګرځئ. که بې له جنګه او وژنې تاسو بله کومه کړنلاره لرئ او که رهبري لرئ را وښيئ چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.
د چارشنبې ورځ په لوګر کې د رسنیو ازادۍ نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د دغه ولایت والي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو د پرمختګونو، ستونزو، ناخوالو او د دوی د غوښتنو په انعکاس کې د مشال راډیو خپرونې وستایلې او هغه يې په یو ستاینلیک تقدیر کړې.
په خوست کې د نړیوالو، ملي او سیمه ییزو رسنیو خبریالان او مسوولین وايي، چې مسوولې ادارې د پيښو پر مهال دوی ته پر وخت مالومات نه ورکوي او د ځنو مسالو د رپوټ کولو له امله حتی ګواښل کیږي.
افغان چارواکي وايي په برید کې اته تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي. ناټو هم د خپلو درې سرتېرو د ژوبلېدو پخلی کړی دی خو زیاتوي چې د هغوی حالت مرګونی نه دی.
د خوست یو شمېر مدني فعالان وايي، چې د ښار پاک ساتل او په خلکو کې د ښاري فرهنګ رواج او مراعتول د ټولنې د ټولو وګړو ګډ کار دی.
د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک ته څېرمه هره ورځ په سلګونه تنه مزدوران په دې خاطر راټولېږي چې یو څوک يې په مزدوري وګماري
د کارګرانو د نړیوالې ورځې له را رسېدو سره، افغان کارګران د کار له نشتوالي او د تنخواه ګانو له کمښت څخه شکایت ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته