د تروریزم تهدید اوس مهال یواځې د افغانستان نه دی دا د سیمې او نړۍ په کچه دی باید له دې تهدید سره مبارزه وشي او اړتیا ده چې هغه پرېکړې چې په دې اړه په دې کنفرانس کې کیږي عملي بڼه غوره کړي.
والي بسم الله افغانمل د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، وسله والو د یکشنبې پر شپه ناوخته په مرکز کلات، دای چوپان او شاه جوی ولسوالۍ کې هممهاله ډله ییز بریدونه هم کړي دي. ده وویل، افغان ځواکونو وسله وال په شا تمبولي.
لومړی یوه ځانمرګي بريدګر د نوي کابل بانک په دروازه کې ځان پوري تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې ودانۍ ته تر ننوتو وورسته له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.
په خوست کې د یو شمېر رسنیو کارکوونکي او مسوولین د ولسونو د سیاسي او ټولنیز شعور په بیداری کې د رسنیو ونډه مهمه بولي او زیاتوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ټولیزو رسنیو خلکو ته د هېواد په ابادی او رغونه کې د پراخه ونډې اخیستنې روحیه ورکړې ده.
ولسمشر غني به په دغه مهم کنفرانس کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ګډون پکې کوي هڅه وکړي چې نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې ترهګري يوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې نړۍ يو خطر دی.
د بلخ والي عطا محمد نور تېر مازیګر (پنجشنبه) د بغلان د ولایتي شورا پخواني مشر رسول محسني د څلورم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، دا عمل له یوې میاشتې راهیسې روان دی خو نه پوهېږي چې هیلیکاپټرې له کومې خوا ورځي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست یو شمېر خبریالانو او د بیلابیلو رسنیو استازو د ننګرهار په راډیو تلویزون د وسلوالو برید وغانده او د افغان حکومت او نورو مخالفو وسلوالو ډلو يې وغوښتل چې د ملکي هدفونو او د رسنیو ادارو د امنیت خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د پنجشنبې په ورځ په میدان ورکو کې د مڼې ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د یو شمېر نورو ولایتونو د میلمنو شاعرانو، فرهنګیانو او علمي شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.
د خوست یو شمېر دیني عالمان او د پوهنتون استادان وايي، کچیرې د افغانستان اساسي قانون په ټولو خلکو یو ډول پلی شي، پدې هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ستونزې ورسره تر ډېره حلیږي.
جلال اباد ښار کې پر راديو تلويزون شوې بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده. له بريد وروسته، د مشال ريډيو خبريال باز محمد عابد تصويرونه راليږلي دي.
د مې میاشتې ۱۷مه د حسیبې شهید څلورم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله او بیا يې په روغتون کې سا ورکړه.
د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي وايي په جلال اباد ښار کې شوې نښته کې څلور بريد ګر وژل شوي دي او نښته پای ته رسيدلې ده. د ننګرهار والي ګلاب منګل نن جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليسو او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته