د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي د هند پريميير لېګ په طرز يې کابل کې د شپږیزې کرکټ لېګ سیالیو لوبډلې داوطلبۍ يا پلورنې ته وړاندې کړي. د يادې ادارې ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته ويلي چې افغان سوداګرو د شپږیزې لیګ ټولې شپږ لوبډلې په شپږ لکه ډالرو واخيستلې.
د کابل د دیني علماوو شورا په افغانستان کې د دیني عالمانو د ترور په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه.
د امریکا لوړپوړو استخباراتي چارواکو ویلي پاکستان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې ناکامه شوی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له حزب اسلامي سره د سولې د تړون له مخې حکومت مسؤلیت لري چې لکه د ...
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، جنګي فصل ته د دوی ژمنۍ تیاریانې، د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ ډېریدل، د پوځي قطعاتو اکمال، تجهیز او د خلکو همکاري د دې لامل شوې ده، چې د نورو کلونو په پرتله د لوګر امنیت ډاډمن شي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د يو این ماس په مرسته ۵۷ هغو کورنيو باندې چې په دې وروستيو جنګونو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا هم ټپيان شوي، د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته په سلګونه تنه قومي مشران د سېشنبې په ورځ جرګه شوي ول او په خپلو سيمو کې يې له ترهه ګرۍ نه د خلاصون په لارو چارو خبرې سره وکړې.
د چمن او سپین بولدک له دوو لانجمنو کلیو لقمان او جهانګیر پرته په عبدالله کلا او چمن ضلعو کې د سرشمېرنې بهیر بیا پیل شوی دی او په هغه سیمه کې د کرښې (پولې) معلومولو لپاره د پاکستان او افغانستان جیولوژیکي ډلو سروې په دویمه ورځ هم دوام لري.
د پروان ولایت د علماو شورا رئيس نن (سېشنبه) سهار په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې امریکا په لنډو ورځو کې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړي، افغان ...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندې په ګډه مبارزه کې همکاري کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته