د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مارچ په ۷ او ۸ نېټه هغو افغانانو ته د تورخم او چمن لارې خلاصې دي چې پاکستان ته په وېزو تللي او بېرته غواړي خپل وطن ته ستانه شي.
تر اوسه یوازې سړیو د افغان ستوري سیالي ګټلې خو پر دې سربېره زلاله هاشمي وايي، مسابقې ته دوام ورکوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا وکيله حبیبه کاکړ وايي، سره له دې چې په جلال اباد ښار کې ښځې، تعليم او صحت ته لاسرسي لري خو زیاتوي چې په لرو پرتو ولسواليو کې بيا نجونې يوازې تر شپږم ټولګيو پورې زده کړې کوي.
اتمر همدارنګه ټینګار وکړ، چې د ترهګرو لوی پټنځایونه د افغانستان له پولو څخه بهر په پاکستان کې شتون لري او پاکستان ته په کار ده، د سیمې او په خپله د پاکستان د سولې او ثبات لپاره دغه ترهګریز مرکزونه له منځه یوسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تړلې پولي ۱۸ ورځې وشوې چې پخوا يې سارى نه ليدل کېږي، خو لا هم څرګنده نهده...
یاده دې وي چې د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د سیند صوبې په سېوڼ کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته پاکستان سمدستي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د خوست یو شمېر دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه یوه سیاسي او استخباراتي جګړه بولي او زیاتوي چې د علماوو په ګډون دې افغانان د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. دوی دا خبرې په هغو مراسمو کې وکړې چې په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اولې پلې لوا ته د شایسته لواء د نوم ورکولو په خاطر جوړ شوي ول.
په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېوال ويلي که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو د هوا له لارې به د تورخم پرانيستو ته منتظر افغانان خپل هيواد ته وليږدوي. نوموړي امريکا غږ ډيوه ريډيو سره مرکه کې ويلي که داسې وشي نو دا به په نړۍ کې د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.
په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېوال وايي پاکستان بايد زر تر زره د تورخم دروازې پرانيستنې ته منتظر افغانان پريږدي چې افغانستان ته لاړ شي. هغه امريکا غږ ډيوه ريډيو سره مرکې وويل چې که داسې ونه شي دوی به مجبور وي د الوتکو له لارې خپل خلک هيواد ته ستانه کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید په دغه هېواد کې د اوبو د لویو بندونو له جوړیدو څخه اندیښنه ونه ولري. ولسمشر غني نن کابل کې د اوبو په ملي کنفرنس کې خبرې کولې.
د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په يو رپورټ کې ويلي چې د حوالې له لارې په غيرقانوني ډول د پيسو ليږل په پاکستان او افغانستان کې نه يوازې د منظمو جرمونو زياتولو سره مرسته کوي بلکې ترهګرۍ ته هم وده ورکوي. د دې رپورټ په اړه تر اوسه پاکستان او افغانستان څه نه دي ويلي.
په ننګرهار کېد مدني ټولنو په لسګونو غړي د شنبې په ورځ د ولایتي شورا مخې ته د يوه لاريون په تر سره کولو سره په شورا او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو په استازو نیوکه کوله چې د ډیورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو د ملېشو د تونديزو بریدونو په بندېدو او د تورخم د لارې په خلاصېدو چوپ پاتې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته