خوست: د افغانستان د پکتیکا ولایت والي محمد الیاس وحدت وايي ، دوي هغو سیمو ته یې پاملرنه زیاته کړېده چې په تېرو کلونو کې له حکومتي پاملرنې لرې پاتې شوې دي.
د نورستان عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد اسماعیل ستانکزي مشال راډیو ته وویل دوي سیمې ته داکټران لیږلي و خو وسله والو يي د کار مخه نیولې ده.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو په یاد ولایت کې سلګونه بوتله الکولي مشروبات، یوه اندازه چرس او څلور تنه ماین خښوونکي نیولي دي.
متحدایالاتو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د بحث لپاره په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې ده ...
د کورمې سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې چې د خرلڅۍ لار دې د کاروبار لپاره بیا پرانیستل شي. دوی وايي، په فبرورۍ کې په سېون شریف کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر برید وروسته دا لار تړلې ده چې د دوی کاروبارونه یې اغېزمن کړي دي. څو ورځې مخکې د پاکستاني وزیراعظم تر امر وروسته، د مارچ پر ۲۱مه د تورخم او چمن لارې بیا پرانیستل شوې. تفصیل طارق اورکزی راکوي.
د افغانستان پکتیکا ولایت په لمن سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي پاکستان سرکار دې ژر تر ژره دوی ته د سرشمېرنې پاڼې واستوي چې دغه ډول دوی له سرشمېرنې پاته نه شي. سیلاب مسود پرې راپور جوړ کړی
د خوست قومي مخور او سپین ږیري وايي، د خلکو اوامنیتي ادارو د منسوبینو تر منځ د اړیکو نږدې والۍ په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت او نورو ټولنیزو پرمختګونو لامل شوی دی.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش ضد ائتلاف غړو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کوربهتوب پرون په واشنګټن کې غونډه وکړه.
وروسته ترهغې چې په دې اړه راپورونه خپاره شول چې ګوندې پاکستان هڅه کوي چې طالبان د مسکو په ناسته کې...
د خوست ولایت چارواکي وايي،هڅه کوي بزګرانو سره د کرنیزو توکو د مرستې او هغوی ته د زراعت د نویو میتودونو د زده کولو له لارې د کرنیز پيداوار اندازه لوړه کړي او پدې توګه د هېواد د ملي اقتصاد په ښه کولو کې ونډه واخلي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، دوی د کرنیز سیستم د ښه والي لپاره د اوبو د کانالونو، وړو بندونو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش په نویو پروګرامونه کار کوي، تر څو په یاد ولایت کې د کرنیزوحاصلاتو اوسنۍ اندازه زیاته شي.
د ننګرهار کرنې ریاست په چارشنبه د بزګر ورځ په جشنونو او اتڼونو ولمانځله او پر دې مهال یې کرنيز توکي او مشيني الات هم نندارې ته اېښودل شوي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته