سره له دې چې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره دوې میاشتې دمخه یو کمیسیون جوړ شو، چې پکې...
د خوشاله هېوادونو د نړيوال راپور په فهرست کې افغانستان يوسل او يوڅلوېښتم راغلى دى، د ٢٠١٧م کال په دغه راپور...
د تحريک طالبان پاکستان ځينو سرچينو نن مشال ريډيو ته وويل چې قاري ياسين پرون د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د امريکې په يو ډرون بريد کې ووژل شو. قاري ياسين د استاد اسلم په نوم هم پېژندل کېده او د پنجاب صوبې وو. پر هغه، د پاکستان په پخواني پوځي آمر، پروېز مشرف د حملې کولو تور وو. تر اوسه په دې اړه افغان او پاکستانيو چارواکو هېڅ نه دي ويلي. د سېلاب مسود راپور
دکونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي د پاکستان سره په پوله پرتې سیمې غاښي کنډو کې یې افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کړې دي.
د خوست د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ځوانان وايي، چې د کرکټ له لوبې سره مینه لري او په وزګارو وختونو کې يې تمرینونه کوي، خو د سپورټ میدانونه او نور تخنیکي وسایل نلري.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي چي شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه حمله کي سخت ټپي شوی وو په فرانسه کې له درملنې وروسته نن د شنبې په ورځ بېرته خپل کار ته ستون شو.
تېر ماښام (جمعې ورځ) د پکتیکا د ولایت مقام او د یاران ادبي دیرې په نوم د یو فرهنګي بنسټ په بلنه د یاد ولایت د میلمستون په ودانۍ کې غزلیز ماښام جوړ شوی وو.
حنیف اتمر وویل چې افغانستان روس خپل مهم سیمه ییز اتحادي بولي
په ننګرهار کې ختيځ ادبي بهير د وتلي شاعر، لیکوال او سیاستوال ډاکټر خالق زیار په یاد د تېرې جمعې په شپه د هغه له نوم سره يو غزليز او سندريز ماښام نومولی چې د وتليو لیکوالو او شاعرانو تاثرات په کې د پراجکټور په ذریعه د غونډې ګډونوالو ته وښودل شول.
نن د جمعې په ورځ سهار مهال د خوست ولایت اړوند د یعقوبیو او صبریو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو کمپ د موټر بمبرید او وروسته ډله ییزه وسله واله حمله شوې ده.
په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د نېښ په ولسوالۍ کې يې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوال وژلي او لس نور يې ټپیان کړي دي.
د لوګر د امنیتي ادارو قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې افغان ځواکونه د پراخو چاڼیزو او تلاشي عملیاتو لپاره د زرغون ښار کلیو او بانډو ته داخل شوي، له دوی سره د وسلوالو مخالفینو له لوري هيڅ ډول مقاومت ندی شوی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته