د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي چي شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه حمله کي سخت ټپي شوی وو په فرانسه کې له درملنې وروسته نن د شنبې په ورځ بېرته خپل کار ته ستون شو.
تېر ماښام (جمعې ورځ) د پکتیکا د ولایت مقام او د یاران ادبي دیرې په نوم د یو فرهنګي بنسټ په بلنه د یاد ولایت د میلمستون په ودانۍ کې غزلیز ماښام جوړ شوی وو.
حنیف اتمر وویل چې افغانستان روس خپل مهم سیمه ییز اتحادي بولي
په ننګرهار کې ختيځ ادبي بهير د وتلي شاعر، لیکوال او سیاستوال ډاکټر خالق زیار په یاد د تېرې جمعې په شپه د هغه له نوم سره يو غزليز او سندريز ماښام نومولی چې د وتليو لیکوالو او شاعرانو تاثرات په کې د پراجکټور په ذریعه د غونډې ګډونوالو ته وښودل شول.
نن د جمعې په ورځ سهار مهال د خوست ولایت اړوند د یعقوبیو او صبریو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو کمپ د موټر بمبرید او وروسته ډله ییزه وسله واله حمله شوې ده.
په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د نېښ په ولسوالۍ کې يې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوال وژلي او لس نور يې ټپیان کړي دي.
د لوګر د امنیتي ادارو قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې افغان ځواکونه د پراخو چاڼیزو او تلاشي عملیاتو لپاره د زرغون ښار کلیو او بانډو ته داخل شوي، له دوی سره د وسلوالو مخالفینو له لوري هيڅ ډول مقاومت ندی شوی.
د افغانستان د کرنې وزارت په مرسته په ننګرهار کې د وريجو د پروسس او بسته بندۍ له کمپنۍ او د شرقي ولایتونو د بزګرانو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې یاده کمپنۍ بزګرانو ته په خپلو ځمکو کې د شولو د کرلو لپاره اصلاح شوي، تخمونه، کیماوي سرې، زراعتي درمل او واړه پورونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تېر کال له جون میاشتې راهسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوې دي.
د سرحدي پولیسو مسئولین وايي د منډه وې په نوم سیمه تر نیول کیدو وروسته کولی سي د نادعلي یوشمېر مهیمې سیمې په اسانۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د افغانستان خلاصون لارې شورا د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان په جنګ کې له ښکيلو ډلو څخه وغوښتل چې نور په افغان ملت ورحميږي او د جنګ پر ځای دې د خبرو لار غوره کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې چاودنه شوې ده. فرانس پريس خبري اژانس رپورټ ورکړی چې د چاودنې هدف يو بس وو. دې اژانس د کابل يوليسو ویاند له خولې ويلي چې دوی د پېښې په اړه پلټنې کوي او کيدای شي د مړو او ژوبلو شمېر زيات شي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته