حضرت حسین مشرقیوال وایي چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په عین حال کې افغانستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت کړی دی.
د ننګرهار والي تمه څرګنده کړه چې د نوی قوماندان په راتګ سره به په دغه ولایت کې بریالیتونه تر لاسه کړي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکایي ځواکونو قوماندان د پنجشنبې په روځ خبرداری ورکړ چې امریکا افغانستان کې د طالب وسلهوالو د ماتولو لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.
د ښځو د لاسي صنعت دغه درې ورځنی نندارتون د ننګرهار کليو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په هلو ځلو جوړ شوی دی.
د افغانستان د کرنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر وايي، چې په نوي لمریز کال کې په خوست کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د پیدا کولو په خاطر د چرګانو د ساتلو او وړو باغچو د جوړولوبرنامې لري.
د تورخم او سپینبولدک له لارې په تېرو دوو ورځو کې نېږدې ۳۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته راغلي دي.
په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي پيښې شته او شوې پيښې تر ډېره پټې پاتې کیږي.
د افغانستان اجرائيه رئیس وايي، افغانان له یو بد دښمن سره مخامخ دي چې ماته ورکول یې په یووالي سره امکان لري.
د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي چې د تېرو جنګونو په شان به د مفاداتو دا ټکر د پښتنو سیمې له نوره هم بیقراري راوړي.
حمله کوونکي څلور تنه و چې یوه تن یې ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او درې تنه نور د روغتون ودانۍ ته داخل شوي دي. په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته پای ته ورسېدله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته