د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو چې په تېرو شپږو مياشتو کې په جنايي او تروریستي پېښو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې نیولې وې، د چارشنبې په ورځ د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.
د افغانستان د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې په نننۍ ځانمرګي برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د مرکز اړوند د لکڼو په سیمه کې یوه وسلواله شپږ کسیزه ډله نیولې، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې د وژنو، وسلوالو غلاوو او سړي تښتونو په جرم د پولیسو تر تعقیب لاندې ول.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې ورځې ګهیځ د کابل په شش درک سیمه کې یوه ځانوژونکي برید شپږ تنه وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.
د خوست چارواکو او قومي مخورو له ځايي امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول پولیسو غوښتنه وکړه، چې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو، د جنايي جرمونو او نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
افغانستان واحد او متحد هېواد دی او افغانان به هېچا ته د دې اجازه ورنهکړي چې د دوی په منځ کې د سمت، ژبې...
په خوست کې د ورزشکارانو او د سپورټ د مینه والو ډېرښت او شمېر ته په کتو د افغانستان د المپیک ملي کمیټې لخوا د خوست د ملي لوبغالي د پراخولو کار پیل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په ننګرهار کې د لاسي صنایعو او تاریخي اثارو دوه ورځنی انځوریز نندارتون د پنجشنبې په ورځ په فوټبال لوبغالي کې پرانیستل شو.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بېګاه شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو له یوه ستر زیرمتون څخه زرګونه فیره د درنو وسلو ګولۍ ترلاسه کړي دي.
په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، اوس دا هېواد په دې موقف کې دی چې له نړیوالو سره د ورېښمو او ...
د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې ټول تلفاتيې ۳۳ تنه وو، ویل کېږي ډېر ملکي کسان زیانمن ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته