د خوست چارواکو او قومي مخورو له ځايي امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول پولیسو غوښتنه وکړه، چې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو، د جنايي جرمونو او نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
افغانستان واحد او متحد هېواد دی او افغانان به هېچا ته د دې اجازه ورنهکړي چې د دوی په منځ کې د سمت، ژبې...
په خوست کې د ورزشکارانو او د سپورټ د مینه والو ډېرښت او شمېر ته په کتو د افغانستان د المپیک ملي کمیټې لخوا د خوست د ملي لوبغالي د پراخولو کار پیل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په ننګرهار کې د لاسي صنایعو او تاریخي اثارو دوه ورځنی انځوریز نندارتون د پنجشنبې په ورځ په فوټبال لوبغالي کې پرانیستل شو.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بېګاه شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو له یوه ستر زیرمتون څخه زرګونه فیره د درنو وسلو ګولۍ ترلاسه کړي دي.
په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، اوس دا هېواد په دې موقف کې دی چې له نړیوالو سره د ورېښمو او ...
د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې ټول تلفاتيې ۳۳ تنه وو، ویل کېږي ډېر ملکي کسان زیانمن ...
په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې CARD-F مسوولین وايي، چې د غوښینو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې انجینر داوود د جمعیت اسلامي ګوند یو فعال غړی بللی او ویلي یې دي چې هغه په برتانیا کې د تېلو او ګیس د استخراج په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي.
د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشارو په سېمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله د درېیو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېده.
د هېلمند والي حيات الله حيات ويلي چې بريد د يکشنبې سهار وختي له لشکرګاه سره نېږدې د قلعه سنګ په سيمه کې وشو چې وروسته بيا افغان ځواکونو وسله وال طالبان پر شا وتمبول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته