د خوست امنیه قوماندان وویل، د همدې اونۍ په موده کې ۲۷ کړۍ بیلا بیل ماینونه چې وسلوالو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي ول، موندلي او شنډ کړي دي.
د اروپايي ټولنې د شمیرو تر مخه له اروپايي هیوادونو په زور د لیږل شوو افغانانو شمیره په ۲۰۱۶م کې ۹۴۶۰ ته رسیدلې ده.
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس د امریکا کانګرس د دواړو جرګو یو شمېر غړیو یوې ګډې غونډې ته د نوې امریکايي ستراتیژۍ په باب مالومات ورکوي
په کابل او اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي باور لري چې د پاکستان پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کابل سفر او هلته د ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې به ګټه ورې نتيجې ورکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره د ملاقات پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د خوست چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د خاني خوړ، غلنګ، چنارګي او هارونخېلو د پلونو پر جوړولو کار پیل شي او تر راتلونکو دوو کلونو به په یاد ولایت کې د پلونو د کمښت ستونزه ختمه شي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزي او امنيتي چارو بحث کوي. د افغانستان لپاره د امريکې د نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، کابل ته دا د کوم لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.
جنرال طلعت مسعود وايي د خواجه اصف څرګندوني دې لور ته اشاره کوي چې د پاکستان پوځ هم غواړي چې د وسله والو د ملاتړ تګلاره له منځه یوسي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پاکستان ته يې د بنديانو د تبادلې وړاندېز کړی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننۍ ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر د افغانانو پیوستون نه شي شلولی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تائیدوي چې په کابل کې په نننۍ چاودنه کې ځینو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اصف دعوه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ورته ویلي چې کابل په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د بندي کلبوشن یادو په بدل کې د ارمي پبلېک سکول بریدګر ورسپارلو ته تیار دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته