نه د پاکستان حکومتي چارواکو او نه هم د پېښور پولیسو د دې خبر تر خپرېدو د قاضي محمد نبي احمدي په اړه څه نه دي ویلي.
نومیالی سندرغاړی ګلزارعالم دا وخت په کابل کې له خپلې کورنۍ سره د کرایې په یوه فلیټ کې ژوند کوي او د خپل راتلونکي په اړه د بې یقینۍ ښکار دی.
د خوست قومي مخور، مدني فعالان او خلک د نورو امنیتي ادارو تر څنګ له پولیسو غوښتنه کوي، چې د جنايي جرمونو او د ګاډو د تښتولود پېښو د مخنیوي همدارنګه په ښار کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کنټرول په اړه خپل فعالیتونه جدي کړي.
د هند وزیراعظم نریندرا مودي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
نن د سې شنبې په ورځ د خوست د اداري کمپلیکس په انګړ کې د نورو حکومتي ادارو تر څنګ د کوچیانو د چارو ریاست لپاره هم د افغان حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د ۱۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
نن د سې شنبې په ورځ د خوست د یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او قومي مخورو په ګډون په پلازمینه کابل کې د خوست او لويې پکتیا د ځوانانو او اوسیدونکو د ستونزو د حلولو او هغوی لپاره د موقتي اوسیدو په موخه مرکزي دفتر پرانیستل شو.
ملګري ملتونه وايي، په نژدې یوه اونۍ کې د افغانستان په ننګرهار او کندز کې د خراب امنیت او جګړې له امله ۱۵ زره افغانان بې کوره شوي دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یو رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ((په ګډه یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته د رسېدو لپاره)) د امریکا او افغان حکومت پر ژمنو ټینګار وکړ.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي، سي ای اې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د لوړپوړو کسانو لټون او وژنه هم په خپلو پټو عملیاتو کې شامل کړي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کی د هوایي برید له امله د ځانمرګو بریدګرو د دوو تنو روزنکیو په ګډون څلوېښت تنه داعش وسله وال وژل شويدي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي دغه ځانمرګی د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوط په قمبر څلور لارې سیمه کې شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته