د سې شنبې پر سهار د پکتيا مرکز ګردېز د ۲۰۵ سپين غر زون، پکتيا امنيه قومانداني، خاص قطعې او عامه نظم....
د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان په سویل ختیزو سیمو کې د دولت وسلوالو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او مخالفینو یوازې چاودنو او انتحاري بریدونو ته مخه کړې ده.
په جلال اباد ښار کې د څه باندې درې سوه پنځوس زرو ډالرو په ارزښتد درېيو پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې. په دغو پارکونو کې يو هم د ښځو په بڼ کې جوړېږي چېرته چېدوه سوه ښځې د لاسي مصنوعاتو په برخه کې زده کړې کوي.
د سې شنبې په ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کې د پکتیا د امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني په ګډون لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیا په امنیه قوماندانۍ په دوو موټر بم چادونو او وروسته ډله ییزه وسله واله حمله کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او۱۵۰ تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا ځل غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په پاکستان باندې د امریکا لهخوا مخکې له مخکې فشارونه وارد شوي او د همدې لپاره دا غونډه کېدای شي متفاوته ثابته شي.
د دغه ولسوالۍ سړک تر اوسه پورې خام دی او هغه هم ډېر خراب دی. په دې سفر کې ما خلکو ته وعده ورکړه چې دغه ولسوالۍ ته د غځېدلی سړک لومړۍ مرحله به په نېږدې ورځو کې پیلېږي
اژانس ليکي چې د افغانستان په يوه پوځي اډه کې د نورو هغو جنګي الوتکو چې د طالبانو پر ضد کارول کيږي تر څنګ ولاړ دغه خړ او شنه رنګ کې بليک هاک هيليکاپټرې په ړومبي نظر کې ډيرې بې سارې ښکاري خو په دويم نظر کې يو مهم بدلون تر سترګو شي او هغه دا چې اوس په دغو هيليکاپټرو د امریکا د هوایي ځواک نه بلکې د افغ
د کونړ چارواکي وايي، په څوکۍ ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.
تمه ده چې د اکتوبر په ۱۶ تاريخ د عمان په مسقط کې افغان، چينايي، امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي. څيړونکي ياد څلور هېوادونه د افغانستان مسلې د حل لپاره مهم او ترمنځ يې خبرې ګټورې ګڼي.
په ننګرهار کې د نجونو نړلوالې ورځې په تړاو په یوه غونډه کې ویناوالو ویل چې په تعلیمي ادارو کې د ښځینه استادانو کمی او نشتوالی د دې سبب شوی چې نجونه په مینځ کې زده کړې پرېږدي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ادارې او حسابداری انسټيټوټ لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار د افغانستان د حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته