د کونړ چارواکي وايي، په څوکۍ ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.
تمه ده چې د اکتوبر په ۱۶ تاريخ د عمان په مسقط کې افغان، چينايي، امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي. څيړونکي ياد څلور هېوادونه د افغانستان مسلې د حل لپاره مهم او ترمنځ يې خبرې ګټورې ګڼي.
په ننګرهار کې د نجونو نړلوالې ورځې په تړاو په یوه غونډه کې ویناوالو ویل چې په تعلیمي ادارو کې د ښځینه استادانو کمی او نشتوالی د دې سبب شوی چې نجونه په مینځ کې زده کړې پرېږدي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ادارې او حسابداری انسټيټوټ لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار د افغانستان د حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، وسله وال طالبان سږکال په افغانستان کې د لویو ولایتونو ...
د دوشنبې په ورځ د خوست د ګربزو، تڼیو، تریزیو، ځاځي میدان او باک د سرحدي ولسوالیو په ۳۸ ښوونځیو کې د لمریزې یا سولر برېښنا د لګولو پروګرام پیل شو.
په لغمان کې "له امو تر اباسینه یوه لار، یو فکر" تر سرلیک لاندې د لرې او برې پښتونخوا د ۴ نومیالیو شاعرانو د نویو...
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، هند ته د تېرې اوونۍ د سفر عملي پړاونه پیل او په دې لړ کې...
اژانس لیکي امریکا په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې افغانستان ته ۱۵۹ بیلک هاک چورلکې وسپاري چې له دغې جملې نه ۵۸ پکې هغه دي چې ورکې اضافي توغندي او مشین ګڼې لګېدلې دي.
ولسشمر اشرف غني دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کندهار کې د «بلک هاک» الوتکو تر تسلیمۍ وړاندې د دې ولایت د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې یو شمېر زده کوونکو ته په وینا کې وکړې .
د خوست امنیه قوماندان وویل، د همدې اونۍ په موده کې ۲۷ کړۍ بیلا بیل ماینونه چې وسلوالو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي ول، موندلي او شنډ کړي دي.
د اروپايي ټولنې د شمیرو تر مخه له اروپايي هیوادونو په زور د لیږل شوو افغانانو شمیره په ۲۰۱۶م کې ۹۴۶۰ ته رسیدلې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته