خوست میشتي وزیرستانیان وايي، د پاکستان پوځ لخوا تر اوسه له خوسته وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي، نو دوی نه شي کولای، چې په دې نږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.
خو د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه لاهم نه ده لاسلیک شوې.
د ننګرهار د بېلابېلو مدني ټولنو استازو، د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د احتجاج په توګه يوه خيمه ولګوله او له حکومت نه يې وغوښتل چې تر هغې به دوی خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي، څو پورې چې د ننګرهار د بريښنا ستونزه په بنیادي توګه نه وي اواره شوي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او پر سیاسي مسایلو نظر لرونکي کسان د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي او افغان حکومت ممکنه سوله ګټوره بولي او زیاتوي، که یاده سلواله ډله افغان حکومت سره یو ځای شي، نو دا کار به نورې وسلوالې ډلې هم سولې ته وهڅوي.
د روانې سېپټمبر میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوبی کې د افغانستان د انرژي څانګې په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړېږي.
ریچرډ اولسن د سنا بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، ترڅو چې پاکستان په خپله تګلاره کې پرېکنده بدلون نه وي راوستی د ترهګرۍ پرضد به د دغه هېواد مبارزه بریالی نهشي.
د افغانستان حکومت وايي، له دې وروسته به د افغان ځواکونو لپاره دارو، درمل له معتبرو هندي کارخانو څخه پېري.
د افغانستان ولسمشر په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.د دغو تفاهم لیکونو په اړه په...
د کندز ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي...
د پنجشنبې ورځې په ماښام د خوست سلګونه ځوانان چې د متون بابا په غونډۍ کې راغونډ شوي ول، د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې یاده پراخه ساحه دې په تفریحي سیمه بدله کړي.
مشهور افغان سندرغاړی، شفیق مريد د مشال ريډيو همکار بشيرګواښ سره په دې مرکه کې د خپل شخصي ژوند په اړه ډيرې نا اوريدلې خبرې کړي دي. هغه د خپل هنر او راتلونکو سندرو په اړه هم ډير څه ويلي.
د افغانستان سولې عالي شورا وايي نړیواله ټولنه له حزب اسلامي سره د سولې موافقې له لاسلیک سره سم په دغه ګوند د بندیزونو ختمېدو لړۍ پیلوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته